د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغان حکومت او طالبان به د فبرورۍ تر پایه مخامخ خبرې وکړي "


په اسلام اباد کې د سولې په اړه د څلورو هیوادونو غونډه
په اسلام اباد کې د سولې په اړه د څلورو هیوادونو غونډه

په اسلام اباد کې له غونډې وروسته د څلورو هیوادونو استازو د فبرورۍ په شپږمه وویل په دې خبره یوه خوله دي چې له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې باید د روانې میاشتې تر پایه پيل شي.

په افغانستان کې د امنیت راوستلو لپاره د څلورو هیوادونو چین ، امریکا ، پاکستان او افغانستان استازو د مهالنیو غونډو په ترڅ کې، دا ځل په اسلام اباد کې د فبرورۍ په شپږمه نېټه غونډه وکړه.

دا د خپل نوعیت درېمه غونډه وه چې په پای کې یې د څلورو هیوادونو استازو وویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره به ټولې خواوې خپلې هڅې جاري ساتي او امکان دی چې د فبرورۍ تر پایه به داسې فرصت برابر شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا یو غړي امین الدین مظفري مشال راډیو ته وویل، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره لاره برابرول یو مثبت ګام دی او دوی هیله لري چې ددې ښې پایلې مخې ته راشي.

راپورونه وايي څلور واړه هیوادونه په دې رضا شوي چې د طالبانو ټولو ډلو ته به د خبرو په پروسه کې د ګډون موقع ورکړل شي. د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزیز هم ویلي چې دوی به هڅه کوي د طالبانو ټولې ډلې د سولې خبرو ته کېنوي.

XS
SM
MD
LG