د لاسرسي ځای

تازه خبر

 پاکستان کې د افغان زدهکوونکیو ستونزې


پاکستان کې په زدهکړو بوخت افغان زدهکووني
پاکستان کې په زدهکړو بوخت افغان زدهکووني

د ذکر ده چې په پاکستان کې میشت افغان زدهکوونکي له تېرو څه وختونو راهیسې بیا بیا د خپلو ستونزو په باب شکایتونه کوي

په پاکستان کې په زدهکړو بوخت د افغانستان زدهکوونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی بې ځایه ځورول دې ودرول شي او له دوی سره کېدونکې مرستې باید پر وخت ورکړل شي.

د طب پوهنځي یو زده کوونکی محمد ادریس ځاځي مشال ریډیو ته وویل چې د افغان زدهکوونکیویو پلاوي په اسلام آباد کې د افغانستان له سفیر عمر زاخیلوال سره ولیدل او په پاکستان کې يې د ورپېښو مشکلاتو په با خبر کړ.

د نوموړي په وینا چې افغان زدهکوونکیوته په پاکستان کې په طب، انجنیئرنګ او اقتصاد په برخه کې سکالرشپې ورکول کیږي خو په سائنسي مضمونونو کې دا سکالرشپې ډیرې کمې دي نو باید چې پاکستان په دې برخه کې هم سکالرشپې زیاتې کړي.

محمد ادریس ځاځي زیاته کړه چې هغه افغان زده کونکي چې په سکالرشپو پاکستان ته راغلي دي ورته د پوهنتونونو لخوا کارډونه ورکړې شویدي او د دې کارډونو لرلو باوجود بیا هم پولیس يې ځوروي نو باید چې د دې مخنیوې وشي دې ترڅنګه د پاکستان حکومت دې د طب په څانګه کې زدهکوونکیوته د سپشلائزیشن کولو موقعې هم ورکړي،

مشال ریډیو چې کله د افغان زدهکوونکیود دې مشکلاتو په اړا تیره اونۍ کې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر عمر زاخیلوال سره تماس ونیولو نو د نوموړي وینا وه چې دې لړ کې به د پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي،

یاده دې وي چې د تیر زیازت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال له افغانستانه راغلي یو پلاوي سره ملاقات کې وویلې و چې پاکستان حکومت به د افغانستان زده کونکیو ته د پاکستان په بیلا بیلو پوهنتونونو کې درې زره (۳۰۰۰) سکالرشپې ورکوي،

دا دې هم یاده وي چې پاکستان د تیرو څو کالو راهسې د افغان زده کونکیو لپاره سکالرشپې اعلانوي چې پکې د تیر کال په جنورئ میاشت کې د میډیکل او انجینیرنګ زده کونکو لپاره درې درې سوه سکالرشپې اعلان شوې وې.

احمد الله- مشال ریډیو اسلام آباد.

XS
SM
MD
LG