کابل - ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ په یوه غونډه کې د سولې د عالي شورا رییس او غړي معرفي کړي.
عبدالحکیم مجاهد چې تر دې دمه د سولې د عالي شورا سرپرست مشر پاتې شوی، مشال راډیو ته وویل چې د سولې د عالي شورا نوی مشرتابه د دې شورا په غونډه کې ولس ته ورپېژندل کېږي.
اجراییه ریاست د یکشنبې یا اتوار پر ورځ تایید کړه چې پیر سید احمد ګېلاني د سولې د عالي شورا د مشر او کریم خلیلي، حبیبه سرابي، عطاالله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام یې د مرستیالانو په توګه غوره شوي دي.
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل همداراز مشال راډیو ته وویل چې محمدایوب رفیقي د دې شورا د دارالانشا د رییس او فاروق بشر او فرهاد الله فرهاد یې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
د سولې عالي شورا نوی مشر او نوې مشرتابه په داسې حال کې اعلانېږي چې ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې د څلور اړخیزو غونډو د همغږۍ ډله په کابل کې له طالبانو سره د سولې د خبرو نېټه وټاکي.