د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمي پپلک سکول بريد ويرجنيو کورنيو ته انصاف ترلاسه شو؟


د ډېسمېمبر پر ۱۶مه نېټه پر پېښور ارمي پبلک سکول د ترسره شوي ترهګر بريد پنځه کاله پوره شول.

په حمله کې د شاوخوا ۱۳۲ ماشومانو په ګډون تر ۱۴۰ زيات کسان وژل شوي ول چې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه. له دې وروسته د پاکستان حکومت په لومړي ځل د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره جوړه کړه.

په پنځو کالونو کې پر قامي تګلاره څومره عمل شوی او ايا ويرجنيو کورنيو ته انصاف ترلاسه شوی دی؟

دا او نورې پوښتنې د کرښې په غاړه خپرونه کې د وژل شوي ماشومانو وکيل فضل خان اېډوکېټ، ټولنيز او سياسي فعال ضیاوالدين یوسفزي، د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشره او د حقونو فعاله ثنا اعجاز او خبريال رفعت الله اورکزي سره څېړل شوې دي.

د ارمي پپلک سکول بريد ويرجنيو کورنيو ته انصاف ترلاسه شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG