د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان کاکړ د وژلو پاخه شواهد لرو: محمود خان اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی د خپل ګوند د صوبايي مشر محمد عثمان خان کاکړ د جنازې پر مهال ورغلیو ګډونوالو ته وینا کوي. ۲۰۲۱، ۲۳ جون
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی د خپل ګوند د صوبايي مشر محمد عثمان خان کاکړ د جنازې پر مهال ورغلیو ګډونوالو ته وینا کوي. ۲۰۲۱، ۲۳ جون

د پښتونخواملي عوامي ګوند د صوبايي صدر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ مړی د هغه په خپل پلرني ټاټوبي د بلوچستان په پښتون میشته سیمه مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي په جنازه کې په لسګونه زرو کسانو ګډون وکړ.

د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي د هغه د جنازې ګډونوالو ته په وینا کې په ادعا سره وویل، چې عثمان خان په تبه نه دی مړ بلکې له هغه سره جبر شوی دی، هغه وژل شوی دی. د نوموړي په وینا دا د دوی زمه واري نه ده چې معلومه کړي،عثمان خان چا وژلی دی؟ که عدالتونه او پلټونکې ادارې له دوی څخه پوښتنه ګروېږنه وکړي نو دوی به پاخه شواهد ورته وړاندې کړي.

محمود خان اڅکزي وویل، چې عثمان خان په سېنېټ کې دا خبره کړې وه، چې ده ته دړکې ورکول کېږي چې دا نظریات دې پرېږده، دا د پښتانه د حق خبره پرېږده، ګنې بیا به دا درسره وکړل شي.

نوموړي ادعا وکړه چې د عثمان خان کور ته سړي ننوتلي دي او څنګه ننوتلي دي، دا حال به د اڅکزي په وینا دوی خپلو دوستانو ته پټ ووايي، او که یوچا انصاف کولی هغوی ته به یې ښکاره کړي. محمود خان اڅکزي په خپلو خبرو کې عثمان کاکړ د 'شهید عثمان خان' په نامه یاد کړ.

محمود خان اڅکزي وویل، درې میاشتې وروسته به په بنو کې د سیاسي ګوندونو په مشوره د پښتنو یوه جرګه رابولي، چې د ده په وینا نه یوازې د پاکستاني پښتنو پر ستونزو به بحث پکې کېږي، بلکې د افغانستان پر حالاتو به هم پکې غږېږي.

محمود خان اڅکزي د بلوڅانو مننه وکړه چې د عثمان خان کاکړ جنازې ته په لوی شمېر کې وروتلي ول او هغه ته یې درناوی وکړ.

یاده دې وي چې د بلوچستان حکومت ویاند میر ضیا لانګو په دوشنبه په کوټه کې یوه خبري کنفرانس ته دا تورونه رد کړل چې ګنې عثمان خان کاکړ وژل شوی دی، ده وویل چې د عثمان کاکړ مړینه طبعي ده.

د عثمان خان کاکړ د جنازې مراسمو ته په لوی شمېر کې د ګڼو سیاسي ګوندونو غړي ورغلي ول.
د عثمان خان کاکړ د جنازې مراسمو ته په لوی شمېر کې د ګڼو سیاسي ګوندونو غړي ورغلي ول.

د پښتونخوا میپ مشر وايي، دا د خدای فضل دی چې نن د عثمان خان په مرګ د پښتون قام ټولې سیاسي پارټیانې، د جمعیت علمای اسلام ف مشرتابه، د عوامي نیشنل پارټۍ په استازیتوب اصغر خان اڅکزی، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، بلوڅ وروڼه رایوځای شوي دي.

پر دې مهال د پښتونخوا میپ د اطلاعاتو سېکرېټري رضا محمد رضا وینا وه چې عثمان کاکړ په خپله څه باندې ۴۰ کلنه مبارزه کې د پښتنو پر ډېری سیمو ګرځېدلی او د خپل قام د انساني او بشري حقونو، په پاکستان کې د جمهوریت او ایین د بالادستۍ ږغ یې په مېړانه پورته کړی دی.

د ښاغلي رضا وینا وه چې عثمان خان کاکړ د افغانستان لوی مدافع وو او په ښکاره یې په هغه هېواد کې د هرې بهرنۍ لاسوهنې مخالفت کاوه.

د عثمان کاکړ د جنازې لمانځه ته ورغلیو ګډوالو ته د پښتونخوا میپ د اطلاعاتو سېکرېتري وینا کوي. ۲۰۲۱، ۲۳م جون
د عثمان کاکړ د جنازې لمانځه ته ورغلیو ګډوالو ته د پښتونخوا میپ د اطلاعاتو سېکرېتري وینا کوي. ۲۰۲۱، ۲۳م جون

رضا محمد رضا وویل چې دوی د پاکستان د ټولو سیاسي ګوندونو او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او له افغان ولسه مننه کوي چې د عثمان کاکړ پر مړینه یې له دوی سره غمرازي وښودله او د هغه لپاره یې غایبانه د جنازې لمونځونه وکړل.

د عثمان کاکړ زوی خوشال خان په خپله وینا کې د بلوڅانو مننه وکړه چې په لوی شمېر کې یې د پلار مخې ته ورتلي ول او هغه ته یې د عقیدت ګلونه وړاندې کول. ده وویل چې پر لالا به ویر او ژړا نه کوو، ځکه چې په دې هغه نه راژوندی کېږي، د هغه ژوندی پاته کېدل، د هغه پر لاره تلل دي.

د جمعیت علمای اسلام ف سېنېټر مولانا عطاءالرحمن د عثمان خان کاکړ د جنازې ګډونوالو ته وینا وه، چې عثمان لالا د سېنېټ په اخري تقریر کې وویل چې ده ته د مرګ ګواښونه کېږي.

عثمان کاکړ په مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:14 0:00

مولانا عطاءالرحمن زیاته کړه چې عثمان لالا په خپل وجود کې یو انجمن وو، یوه پارټۍ وه، یو قوت وو، نوموړي د جنازې ګډونوالو ته په ټینګار سره وویل، که د عثمان لالا خبره، د هغه پیغام، د هغه سوچ خپل مظلوم ولس ته رسول غواړئ نو د هغه لپاره به تاسو په خپلو کې اتفاق کوئ، د هغه لپاره د یووالي ضرورت دی. یوازې یو خاندان، یوه پارټۍ د هغه د فکر او سوچ حق نه شي ادا کولای.

نوموړي وویل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې د عثمان لالا په باب هره پرېکړه کوي نو جمعیت علمای اسلام به یې د هرې فیصلې ترشا ولاړ وي.

یاده دې وي چې عثمان خان کاکړ د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر لسمه نېټه د پاکستان سېنېټ ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي ول چې ده ته دړکې ورکول کېږي: ''دوی پر موږ د دې لپاره فشار اچوي چې تاسو له جمهوریته پرشا شی، له قامي حقونو پرشا شی، پر غیر جمهوري قوتونو سترګې پټې کړی، د ایین او پارلمنټ له سرلوړی پرشا شی، دا زه نشم کولای بیخي یې نشم کولای، پر دې که ماته، زما بچیو او کورنۍ ته تاوان رسېږي پروا نشته خو دا خبره دې په ډاګه وي چې د دې زمه واري به د دوو استخباراتي ادارو پر غاړه وي.''

د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې او د پخواني وزير اعظم نواز شريف لور مريم نواز د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو د غوښتنى ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي نواز شریف د انصاف د نشتوالي او ژوند ته د خطر له امله پاکستان ته نه ستنیږي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد هاي کورټ کې له ميډيا سره په خبرو کې مریم نواز وویل که د عثمان کاکړ په مرګ سوالونه راپورته کيږي نو پکار ده چې پلټنې یې وشي.

عثمان خان کاکړ
عثمان خان کاکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د عثمان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړ، نوموړي وویل چې ترڅو په افغانستان کې امن نه وي راغلی نو تر هغو دلته امن نه شي راتلای، ده وویل چې په سیمه کې هدفي وژنو ته په کتو د پښتنو یوه جرګه پکار ده او د عثمان لالا د مړینې په اړه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند هره کړنلاره ټاکي نو دوی به ورسره په هرځای کې ولاړ وي.

منظور پښتین زیاته کړه چې عثمان لالا د کرښې دواړو غاړو ته امن غوښت. د نوموړي په وینا چې ترڅو په افغانستان کې امن نه وي راغلی دلته امن نه شي راتلای. هغه زیاته کړه چې په وطن کې روان جنګ د قام د هرې طبقې خلک ووژل. ملایان ووژل شول، طالبعلمان ووژل شول، وکیلان ووژل شول، لوی لوی خلک ووژل. پښتین وویل، د پښتنو ټول سیاسي ګوندونه دې سره جرګه شي او قام دې له دې حالاتو وباسي.

د عثمان خان کاکړ د جنازې ګډوالو ته د پښتونخوا میپ یوه بل مشر نواب ایاز خان جوګېزي، د نیشنل پارټۍ مشر او پخواني اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ، د عوامي نیشنل پارټۍ د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي او ګڼو نورو سیاسي ګوندونو مخورو او مشرانو ویناګانې وکړې او عثمان کاکړ ته یې د عقیدت بیرزوینې وړاندې کړې.

یاده دې وي چې د عثمان خان کاکړ د مرګ په ویر کې نن د کوټې په ګډون د بلوچستان په ډېری ښارونو کې هړتال دی. په کوټه کې زموږ خبریال وايي چې د دغه ښار ټول دکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي. د بلوچستان سوداګرو ټولنې (مرکزي انجمن تاجران) مشر عبدالرحیم کاکړ له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې د جون پر ۲۳مه نېټه به نه یوازې تجار خپل کاروبار بند ساتي بلکې په مسلم باغ کې به د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ په جنازه کې هم ګډون کوي. نوموړي وویل چې د ښاغلي عثمان خان کاکړ په ویر کې یې په ټوله صوبه کې درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.

کوټه کې د عثمان کاکړ د مړینې خلاف هړتال
کوټه کې د عثمان کاکړ د مړینې خلاف هړتال

عثمان کاکړ چې په خپل ګوند او ولس کې د عثمان لالا په نامه پېژندل کېدلو، جنازه یې نن (جون ۲۳ مه) د ماځیګر پر پینځو بجو په خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شوه. د نوموړي جسد د جون پر ۲۲مه په ایمبولېنس کې د موټرانو په لوی کاروان کې له کراچۍ څخه و کوټې ته ورسول شو. د کوټې ښار له لکپاسه تر امداد چوکه په زرګونه کسان د عثمان کاکړ جنازې ته د درناوي لپاره ولاړ ول. د هغه د جنازې قافلې مخې ته بېګا ناوخته نه یوازې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بلکې د ګڼو نورو سیاسي ګوندونو لکه د بلوچستان نیشنل ګوند جمعیت علماء اسلام ف، نیشنل ګوند او عوامي نیشنل ګوند په زرګونه کارکنان او په لویه کچه ښاریان وروتلي ول. دوی بېګا شپه تر ناوخته د جسد لیدو لپاره انتظارکاوه. د ده د جنازې پر امبولېنس یې ګلپاشي کوله. پر دې مهال یوه کس چې د جنازې لیدو ته په انتظار وو، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د عثمان خان کاکړ نظریه به نوره هم په ولس کې ټینګه شي.

په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ قبر
په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ قبر

د عثمان خان کاکړ د مړینې په ویر کې نن د بلوچستان وکیلانو ټولنې د درې ورځني کاربندیز پر دوهمه ورځ هم هغوی په کچارۍ کې له عدالتو بایکاټ کړی دی.

په کوټه کې د حکومت بلوچستان له لوري د پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور پښتون ته د پخواني سنیټر عثمان خان کاکړ د جنازې په لمانځه کې د ګډون اجازه ورکول شوې ده، د بلوچستان صوبايي حکومت د جون پر ۲۲مه نېټه په خپل جاري کړې خبرپاڼه کې ویلي چي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین او د قامي اسمبلي غړی محسن داوړ د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ په جنازه او نور مراسمو کې د ګډون اجازه لري.

د یادولو ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او پخوانی سېنېټر عثمان خان کاکړ د جون پر ۱۷ مه نېټه په کوټه کې د بلوچستان اسمبلي و مخي ته د حزب اختلاف و احتجاجي مظاهرې ته تر وینا وروسته ماځیګر شهباز ټاون ته تللی وو او له خپل کور د بېهوشۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی وو چې د ډاکټرانو په وینا د نوموړي د سر کیڼې خوا ته سخته ضربه رسېدلې وه. که څه هم ډاکټرانو یې د سر اپرېشن وکړ خو دهغه وضع ښه نه وه او وروسته یې د جون پر ۱۹ مه نېټه کراچۍ ته په یوه ځانګړې الوتکه کې ورساوه. د جون پر ۲۱ مه نېټه عثمان کاکړ د کراچۍ په یوه روغتون کې د ۶۰ کلونو په عمر ومړ.

XS
SM
MD
LG