د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان جمالي: اعلا وزیر جام کمال دې د سیاسي کړکېچ ختمولو لپاره مستعفي شي


د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال د بلوچستان عوامي پارټۍ له مخورو غړیو سره
د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال د بلوچستان عوامي پارټۍ له مخورو غړیو سره

په بلوچستان کې د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ یوه مشر او د صوبې پخواني اعلا وزیر جان محمد جمالي غوښتنه کړې ده چې اعلا وزیر جام کمال خان دې د سیاسي ناکرارۍ ختمولو په خاطر د ګوند پارلیماني غړو غونډه راوبلي.

نوموړي دا خبره د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په کوټه کې یوې خبري غونډې ته د وینا کولو پر وخت کړې ده. جمالي وویل د سیاسي ناندرۍ له امله په بلوچستان اسمبلۍ کې د بلوچستان عوامي ګوند غړي په دوو ډلو وېشل شوي دي، یوه ډله له اعلا وزیر جام کمال سره ولاړه ده او بله ډله یې پرضد ده. هغه زیاته کړه چې د بلوچستان عوامي پارټي د پارلیماني غونډې د رابللو به ګټه دا وشي چې ټوله مرور غړي به نه یوازې په هغه کې ګډون وکړي بلکې دوی به په خپلې ګیلې هم ووایي.

بل پلو د بلوچستان اسمبلۍ له لوري د صوبې ګورنر او صوبايي سېکرېټري قانون ته یو لیک استولی چې د اعلا وزیر جام کمال پرضد دې د رواړي تحریک عدم اعتماد لپاره د اسمبلۍ غونډه راوبلي.

د بلوچستان اسمبلۍ سېکرېټري طاهر شاه کاکړ د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه مشال رېډیو ته وویل چې د قانون له مخې د اسمبلۍ غونډه د روانې اکتوبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې پکار ده خو د ربیع الاول میاشتې د دولسمې ورځې له امله امکان دی چې غونډه د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه راوبلل شي.

د بلوچستان نهه تنه مرور غړو د اکتوبر پر شپږمه نېټه د اعلا وزیر پرضد له خپلو چوکیو څخه استعفاوې ورکړې وې او د اکتوبر پر اتمه نېټه د بلوچستان ګورنر د درې صوبايي وزیر انو استعفاوې منظوره کړې.

د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي غوښتنه لري چې د تحریک عدم اعتماد تر داتلو وړاندې دې د صوبې اعلا وزیر خپله څوکۍ پرېږدي. په بلوچستان اسمبلۍ کې د واکمن ګوند، بلوچستان عوامي پارټۍ یوشمېر مرورو صوبايي وزیرانو، د اسمبلۍ غړیو او اتحادیانو له اعلا وزیر جام کمال خان نه د استعفا غوښتنې او د راتلونکې پلان لپاره غونډه روانه ده.

د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي ګیله لري چې په ترقیاتي پروژو کې د دوی حلقو ته پاملرنه نه کېږي. دوی په ترقیاتي پروژو کې د درغلیو تور لګوي او وايي چې اعلا وزیر د خپلې خوښې ډپټي کمیشران ټاکي چې هغوی بیا د مختلفو منصوبو نګراني کوي.

د دوی په ادعا له اعلا وزیره هېڅوک خوشحاله نه دی. ډاکټران، استادان او زده کونکي پرېشانه او پر سړکانو پر احتجاج دي. حکومت پلوي ګوندونه هم له وزیر اعلا مرور دي، نو په داسې حالاتو کې پکار ده چې اعلا وزیر جام کمال استعفا ورکړي او خپل کور ته ولاړ شي.

یاده دې وي چې د سېپټېمبر پر ۱۴مه نېټه په بلوچستان اسمبلۍ کې اپوزېشن د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان پرضد عدم اعتماد تحریک راوړی وو. د حزب اختلاف ۱۶ غړیو په لاسلیک وړاندې شوي تحریک کې د بلوچستان اسمبلۍ غونډې رابللو غوښتنه شوې وه چې د اعلا وزیر خلاف رایه ورکړي.

دې حالاتو ته په کتو د سېپټېمبر پر ۱۷مه نېټه د پاکستان سېنېټ چېرمېن صادق سنجراني (سنځراڼي) په مشرۍ یوه غونډه کې د بلوچستان عوامي ګوند ناراضه غړو اعلا وزیر جام کمال خان ته ۱۵ ورځې مهلت ورکړل شوی چې هغه به د ناراضه غړو چې کوم خپګان دي لیرې کوي او غوښتنې به یې هواروي.

د اپوزېشن غونډه چې د سېپټېمبر پر ۲۱مه به کېدله د بلوچستان ګورنر د تخنیکې ستونځو له امله نه راوبلله.

یاد دې وي چې د بلوچستان اسمبلۍ د غړو شمېر۶۵ دی، په هغه کې د اعلا وزیر پرضد د تحریک عدم اعتماد د کامیابۍ لپاره د ۳۳ غړو ملاتړ مهم دی. خو په بلوچستان اسمبلي کې د حزب اختلاب د غړو شمېره ۲۳ ده، په هغه کې جمعیت علماء اسلام ۱۱، بلوچستان عوامي ګوند ۱۰، پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو غړی او یو آزاد غړی نواب اسلم ریساڼی دی.

د حکومتي غړیو شمېره ۴۲ ده چې پکې بلوچستان عوامي ګوند ۲۴، پاکستان تحریک انصاف ۷، عوامي نیشنل ګوند ۴، بلوچستان نیشنل ګوند عوامي ۳، هزاره ډیموکراټیک پارټي ۲، جمهوري وطن ګوند یو او یو پخوانی اعلا وزیر نواب ثناء الله زهری شامل دي چې د مسلم لیګ ن پر ټکټ کامیاب شوی وو خو اوس پیپلز ګوند ته اوښتی دی.

د مرورو غړو په وینا، له دوی سره د بلوچستان عوامي پارټۍ ۱۵ غړي مله دي خو اعلا وزیر جام کمال یې شمېره یوازې شپږ تنه ښيي. نوموړی دا دریځ لري، تر هغو استعفا نه ورکوي چې د ګوند (بلوچستان عوامي پارټۍ) ټول غړي ترې غوښتنه ونکړي.

XS
SM
MD
LG