د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د چین له سفیر سره د چینايي انجینیرانو پر وژنه غمرازي کړې ده


 د شانګلې په بشام سیمه کې د چینایانو په موټر ځانمرګی برید شوی: انځور مارچ ۲۶، کال ۲۰۲۴
د شانګلې په بشام سیمه کې د چینایانو په موټر ځانمرګی برید شوی: انځور مارچ ۲۶، کال ۲۰۲۴

د پاکستان وزیراعظم په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلی او له هغوی سره یې په بشام کې پر چینايي انجینیرانو د ځانمرګي برید په لړ کې غمرازي کړې ده.

د لومړي وزیر له دفتره د مارچ پر ۲۶مه، په خپاره شوي یو بیان کې ویل شوي چې شهباز شریف د چین سفیر ته باور ورکړی چې دوی به د دې پېښې چټکې پلټنې کوي او پکې ښکېلو کسانو ته به سخته سزا ورکوي.

تر دې وړاندې په همدې ورځ د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د پنځو چینايي انجینیرانو په ګډون شپږ کسان د وسله والو لخوا په ترسره شوې ځانمرګې حمله کې ووژل شول.

د شانګلې ضلعې د بشام سیمې د تاڼې اېس اېچ او بخت ظاهر مشال راډیو ته وویل، د مارچ پر ۲۶مه، د شانګلې په بشام سیمه کې د چینایانو په بس په ځانمرګې حمله کې دغه تلفات اوښتي دي. د نوموړي په وینا په وژلو شویو چینایانو کې یوه یې مېرمن ده. همدا رنګه یو پکې پاکستانی ډرایور دی چې چینايي انجینیران یې لېږدول.

بخت ظاهر وايي، د بشام په لاروغه سیمه کې دا پېښه هغه مهال وشوه چې ځانمرګي بریدګر د بارودو ډک موټر د چینايي انجنیرانو لېږدوونکي بس سره وجنګولو. د پولیسو په وېنا، دا انجنیران له اسلام اباد څخه داسو بند ته روان وو.

بخت ظاهر وايي، له پېښې وروسته د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي او سیمه پولیسو په خپله ولقه کې اخیستې ده. د نوموړي په وینا د وژلو شویو چینایانو جسدونه په امبولانسونو کې اسلام اباد ته په لاره دي. د نوموړي په وینا د قراقرام های وی هم تړل شوې ده.

تر دې دمه د برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.

بل پلو چین له پاکستانه غوښتنه کړېده چې په دې هېواد کې د چینايي انجنیرانو د وژل کېدو د پېښې په اړه دې تحقیقات وکړي.

له برید وروسته په اسلام آباد کې د چین سفارت په یوه بیان وویل چې په پاکستان کې د چین سفارت له پاکستاني لوري غواړي چې په دې اړه دې هراړخیزې څېړنې وکړي، تنظیموونکو ته یې سخته سزا ورکړي او د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د کوهستان په داسو سیمه کې د اوبو پر یو بند له تېرو څو کلونو راهیسې کار روان دی چې د جوړولو پر مهال پرې تر دې وړاندې هم بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۴مه هم په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس ترسره شوی وو. په هغه برید کې چې یو بس پکې په نښه شوی وو د نهه چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په چینایانو ورته بریدونه شوي دي. چینایان په پاکستان کې په سیپېک پروژه کې کار کوي. د اکثرو بریدونو مسوولیت بلوڅ بیلتون پالې وسله والې ډلې قبلوي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې فعاله دي چې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او هلته د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې (سیپېک) د پروژو پر چینايي کارکوونکو بریدونه کوي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې بلوڅ وسلوالو ډلو په بلوچستان او کراچۍ کې پر چينايي وګړو او ګټو څو ځلې حملې کړې دي.

د روان کال د مارچ پر ۱۵مه، د کراچۍ پوليسو په وینا، د هغه ښار په ډیفنس سیمه کې د يو چينايي وګړي مړی موندل شوی وو.

د پولیسو يوه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل چې نوم یې څرګند شي، د مارچ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې د چن شيپنګ په نوم د چينايي تن مړی د هغه په کور کې موندل شوی وو.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپیک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.

XS
SM
MD
LG