د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پر لویو لارو ټرافیک څارونکي پولیس ولې نه شته؟


د بلوچستان د لویو سړکونو د پولیسو اداره وايي، په صوبه کې ټولې اووه لویې لارې یا نېشتل های وېز دي او په دې کې یوازې پر دوو لارو د ټرېفیک څارولو پولیس موجود دي.

په کوټه کې د یادې ادارې افس سپرټنډنټ محمد طاهر د اپرېل پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې دوی په وار وار پر دې لارو د پولیسو ګمارلو لپاره صوبايي حکومت ته سپارښتنه کړې ده خو حکومت پکې هیڅ دلچسپي نه اخلي.

ده وویل، له اوو های وې سړکونو څخه یوازې پر دوو اوس پولیس شته او هغه هم تر یو څه برخې د ټرېفیک رواني څاري.

هغه وویل، "یوه د ګوادر لویه لاره (این ۱۰) ده چې کوسټل های وې هم ورته وایي، دویمه له سبۍ تر جعفراباده غځېدلې لویه لاره این ۶۵ ده، خو د دې پر یو څه برخه های وې پولیس موجود دي. نورې چې کومې لویې لارې دي پر هغه له سره د پولیسو څه انتظام نه دی شوی او نه یې وجود شته."

محمد طاهر وویل چې په نوشکي کې د اپرېل پر ۱۲مه ناوخته د ۱۱ مسافرو تر وژل کېدو وروسته حکومت د امنیتي پلان جوړولو لپاره له دوی وړاندیزونه غوښتي دي او دوی ورته بیا ویلي چې د صوبې پر لویو لارو دې های وې پولیس وګمارل شي.

د بلوچستان پر لویو لارو د حادثو پر وخت د خلکو ژغورونکې اداره ۱۱۲۲ وايي، په بلوچستان کې د ناامنیو پرتله په ټرېفیک حادثو کې زیات خلک وژل کېږي.

د یادې ادارې د بېړنیو طبي مرستو صوبايي مشر سمیع الرحمان مندوخېل د اپرېل پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، د صوبې پر لویو لارو د ټرېفیک حادثو دوه لوی لاملونه دي. د ده په وینا، یو سړکونه د ملک د نورو صوبو په څېر پراخ نه دي او بل ورباندې پولیس نه دي ګمارل شوي چې تر حد زیات رفتار کوونکی ټرانسپورټ وڅاري.

ده وویل، له هم دې کبله ورځ تر بلې د ټرېفیک په خونړیو پېښې کې زیاتوالی را روان دی.

مندوخېل زیاته کړه، "د میډیکل ایمرجنسي ریسپانس سېڼټر د معلوماتو له مخې، سږکال تر اوسه د بلوچستان پر لویو لاریو ۵۲۴۴ حادثې شوې دي چې شپږ زره نهه سوه کسان پکي ټپي شوي او ۱۲۲ تنه وژل شوي دي. یوازې د اختر پر مهال ۴۲۲ حادثې شوې دي چې تر اته سوه زیات کسان پکې ټپي شوي او لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي."

د یادونې وړ ده چې دا د مرګ ژوبلې یوازې هغه شمېر دی چې مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ را غونډ کړی دی.

د کوټې او کراچۍ ترمنځ له غځېدلې لارې وروسته له کوټې خیبر پښتونخوا او پنجاب ته تللې های وې هغه لویه لاره ده چې زیاتې حادثې ورباندې کېږي.

د بوري ملک فضل یو له هغو زرګونو کسانو دی چې پر دې لاره د سفر پر مهال په ټرېفیکي حادثه کې ټپي شوی او اوس یې علاج روان دی.

دی وايي، دوی ته د ورپېښې شوې حادثې په ګډون زیاتره له دې کبله کېږي چې ډرایوران او په ځانګړې توګه مسافر وړونکي لوی بسونه په زیات رفتار ځي خو د څارلو لپاره یې نه پولیس او نه څه نظام شته.

هغه وویل، "دلته یو سړکونه دو رویه نه دي او بل د ډایوو په نامه لوی مسافر وړونکي بسونه تل د زیات رفتار له کبله اوړي او زیات خلک پکې وژل کېږي او ټپي کېږي او بل پر دې سړکونو پولیس نه لیدل کېږي چې خلک پر زیات رفتار او یا سیټ بلټ نه تړلو جرمانه کړي."

د بلوچستان د حکومت له ویاند شاهد رند څخه مو پوښتنه وکړه چې صوبايي حکومت ولې پر دې لویو لارو د نورو صوبو په څېر د ټرېفیک قوانین نه عملي کوي؟

ده ومنله چې د بلوچستان پر لویو لارو د های وې پولیس د نه برابر دي او د ټرانسپورټ رفتار هم نه څارل کېږي.

خو د ده په وینا، لوی سړکونه د وفاقي ادارې نېشنل های وې اتارټي په واک کې دي خو بیا هم صوبايي حکومت وخت ناوخته پر دې لارو تر حد د زیات رفتار قابو کولو هڅې کړې دي.

رند وویل، "لکه څنګه چې له کراچۍ تر چمنه د دو رویه سړک جوړېدو هڅې روانې دي، هم داسې د بلوچستان حکومت له وفاق سره په خبرو بوخت دی چې پر بولان تر سینده تللې لاره، پر پورټ منرو پنجاب ته تللې لاره او پر ږوب خیبر پښتونخوا او اسلام اباد ته تللې لارې هم پراخې او دو رویه کړي او له هغه وروسته موږ کولای شو چې نېشنل های وې اتارټي ته وړاندیز وکړو چې پر دې لارو نه یوازې خپل پولیس وګماري بلکې هلته د زیات رفتار څارلو لپاره هم نظام رامنځ ته کړي چې ورسره حادثې کمې شي."

شاهد رند وویل، د بلوچستان تېر حکومت له کراچۍ تر کوټې په تلونکو بسونو کې د رفتار څارلو الې لګولې وې چې ورسره تر څه حده ټراېفیکي حادثې کمې شوې وې.

د ده په وینا، د هغه کار پراخولو ضرورت دی او نوی حکومت به له کار پیلولو سره سم هڅه کوي چې په دې برخه کې له اړتیا سره سم ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG