د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن دلي کیپېټلز او ګجرات ټایټنز له یو بل سره سیالي لري


د راجستان رایلز جاس بټلر (کیڼ لوري ته) او اوېش خان د اپرېل ۱۶مې سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.
د راجستان رایلز جاس بټلر (کیڼ لوري ته) او اوېش خان د اپرېل ۱۶مې سیالۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې دلي کیپېټلز او ګجرات ټایټنز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د ګجرات په نرېندرا مودي لوبغالي کې د اپرېل ۱۷مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې راجستان رایلز لوبډلې کلکته نایټ رایډرز ته په دوو وېکټو ماتې ورکړه.

د کلکتې په عدن باغونو لوبغالي کې لومړی بیټېنګ د کلکتې لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۳ منډې وکړې.

سنیل نراین ۱۰۹، انګکرېش رګوونشي ۳۰ او رېنکو سېنګ ۲۰ منډې وکړې. د راجستان رایلز اوېش خان او کولدیپ سېن دوه، دوه وېکټې واخیستې.

نومیالی اداکار شاه رخ خان (کیڼ لوري ته) د راجستان رایلز جاس بټلر ته د لوبې په ګټلو مبارکي ورکوي - د اپرېل ۱۶مې انځور.
نومیالی اداکار شاه رخ خان (کیڼ لوري ته) د راجستان رایلز جاس بټلر ته د لوبې په ګټلو مبارکي ورکوي - د اپرېل ۱۶مې انځور.

په ځواب کې راجستان رایلز لوبډله په مختلفو وختونو کې د لوبغاړو د سوځېدو له وجې له ستونزو سره مخامخ شوه، خو پر دې سربېره یې د منډو کولو رفتار ښه وساته او ټاکلی هدف یې په ۲۰ اوورو کې د اتو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

جاس بټلر ۱۰۷، ریان پراګ ۳۴ او روفمان پاول ۲۶ منډې وکړې. د کلکته نایټ رایډرز سنیل نراین، ورون چکراورتي او هرشېت رانا دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې شریک مالک او د هندۍ سینما نومیالی اداکار شاه رخ خان هم د سیالۍ لیدو لپاره میدان ته ورغلی وو.

د اپرېل پر ۱۸مه پنجاب کېنګز او ممبۍ انډیینز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG