د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: رایل چیلېنجرز بنګلور ګجرات ټایټنز ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه


د رایل چیلېنجرز بنګلور بیټران د اپرېل پر ۲۸مه د ګجرات ټایټنز پر وړاندې په سیالۍ کې منډه وهي.
د رایل چیلېنجرز بنګلور بیټران د اپرېل پر ۲۸مه د ګجرات ټایټنز پر وړاندې په سیالۍ کې منډه وهي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې رایل چیلېنجرز بنګلور لوبډلې ګجرات ټایټنز ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.

د اپرېل پر ۲۸مه د ګجرات په نرېندرا مودي لوبغالي کې د ګجرات ټایټنز او رایل چیلېنجرز بنګلور ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر درو او د کابل پر دوه نیمو بجو شوه.

په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ ګجرات وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې وکړې. سای سدرشن ۸۴ او شاه رخ خان ۵۸ منډې وکړې.

په ځواب کې د بنګلور لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۶ اوورونو کې د یو لوبغاړي په زیان پوره کړ. وېل جیکس ۱۰۰ او وېرات کوهلي ۷۰ منډې وکړې.

د اپرېل پر ۲۸مه د چېنای په لوبغالي کې د چېنای سوپر کېنګز او سنرایزرز حیدراباد ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې راجستان رایلز لوبډلې لکنو سوپر جاینټس ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. د لکنو لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۹۶ منډې وکړې. په ځواب کې د راجستان لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۹ اوورونو کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، راجستان رایلز پر لومړي، کلکته نایټ رایډرز پر دویم، سنرایزرز حیدراباد پر درېیم او لکنو سوپر جاینټس لوبډله پر څلور مقام ده. داراز، پینځم ځای دلي کیپېټلز او شپږم چېنای سوپر کېنګز ترلاسه کړی دی.

د اپرېل پر ۲۹مه دلي کیپېټلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

د هند غوره لیګ په سیالیو کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي. هغه سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG