د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین پیل شوی دی


له پولیو د پاک افغانستان ادارې ویلي چې د واکسین ترڅنګ به ماشومانو ته ویټامین اې هم ورکړل شي.
له پولیو د پاک افغانستان ادارې ویلي چې د واکسین ترڅنګ به ماشومانو ته ویټامین اې هم ورکړل شي.

له پولیو د پاک افغانستان ادارې اعلان کړی چې د اپرېل له ۲۹مې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ د مخنیوي لپاره کمپاين پیلوي.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د واکسین ترڅنګ به ماشومانو ته ویټامین اې هم ورکړل شي.

افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې ختمه شوې نه ده.
په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په زیاترو ضلعو کې هم د پولیو ناروغۍ ضد کمپاین روان دی. د روغتیا څانګې ویلي‌ چې تر ۴۴ لاکه زیاتو ماشومانو ته به د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG