د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په شېر پڼې غره کې درزونو ځايي خلک اندېښمن کړي


یو شمېر کورنۍ له دې ځایه تللي، خو د امکاناتو د نشتون له کبله ډېرې کورنۍ لا هم په خپلو کورونو کې اوسیږي.
یو شمېر کورنۍ له دې ځایه تللي، خو د امکاناتو د نشتون له کبله ډېرې کورنۍ لا هم په خپلو کورونو کې اوسیږي.

په یاد غره کې د درزونو پیدا کیدو وروسته یو شمېر کورنۍ له دې ځایه تللي، خو د امکاناتو د نشتون له کبله د دې ځای، ډېرې کورنۍ لا هم په خپلو کورونو کې اوسیږي.

د افغانستان د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د اسکندرې او شمشي کلیو اوسیدونکي وايي، چې له وروستیو پرلپسې بارانونو وروسته، د دوی د کورونو له پاسه د (شېر پڼې) په غره کې ژور درزونه پیدا شوي دي.

د دوی په وینا، په یاد غره کې د درزونو پیدا کیدو وروسته یو شمېر کورنۍ له دې ځایه تللي، خو د امکاناتو د نشتون له کبله د دې ځای، ډېرې کورنۍ لا هم په خپلو کورونو کې اوسیږي.

دوی له اړوندو ادارو غواړي، چې خوندي ځایونو ته يې ولیږدوي، ورسره بیړنۍ مرستې وکړي او په غره کې د پیدا شویو چغونو (درزونه) په اړه علمي او مسلکي څېړنې وکړي.

د مې په ۷مه د اسکندرې کلي اوسیدونکي محمد ناصر مشال راډيو ته وویل، "زموږ د اسکندرې کلی دی، له دې پاس شېرپڼې په نوم غر دی، دا غر شپږ یا اوه ځایه چغ شوی دی، دا غر ناست دی او په منځ کې يې ډېره فاصله ده، له دولت هیله کوو چې زموږ سره مرستې وکړي او له دې ځای مو بل خوندي ځای ته انتقال کړي ."

په غره کې د رامنځ ته شوي درز عکس
په غره کې د رامنځ ته شوي درز عکس

د الګاډې د شمشي کلي اوسیدونکی صدیق وايي، که چیرې دلته یو بشري ناورین رامنځته کیږي او له هغه وروسته اړوندې ادارې لاس په کار کیږي، نو بیا به ګټور نه وي.

دی هم ټيګار کوي، چې اړوندې ادارې باید زیانمنو ته د مناسب ځای په ټاکنه او تر څنګ يې دوی لپاره، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې مرستې وکړي.

د ځاځي میدان اوسیدونکي له ځمکپېژندونکو غواړي، چې د دې مسالې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.

یو بل ځایي اوسیدونکي ګلاب مخلص وویل، "یوې خوا ته يې څلورسوه د اسکندرې اوسیدونکي دي او بل لوري ته يې د شمشي په نوم کلی دی، چې سل کوره کلی هغه دی، د غر په چاودونو کې غږونه دي، خلک د تشویش سره مخامخ دي، اړوندو ادارو غواړو چې په دې اړه څېړنې وکړي، چې دا غره کې ولې درزونه رامنځته شول؟"

په ځینو کورنو کې هم درزونه رامنځ ته شوي‌ دي
په ځینو کورنو کې هم درزونه رامنځ ته شوي‌ دي

بل لوري ته ځايي چارواکي وايي، چې دوی د زیانمونو کورنیو سروې کړې او هغوی سره به ډېر ژر د خوراک، پوښاک او سرپناه په برخو کې مرستې وشي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي دوست محمد هلال وویل، دوی د ولایت له مشرتابه سره یو ځای یادې سیمې ته تللي وو او زیانمن کورونه په نښه شول.

د ده په وینا، د غرونو چاودون ځاني تلفات نه لري او زیانمنو سره د مرستو په خاطر له نادولتي موسساتو سره هم په اړیکه کې دي.

دوست محمدهلال زیاته کړه، د راتلونکې لپاره هم د دوی همکار ټیمونه په سیمه کې شته او دوی ورسره په دوامداره توګه په اړیکه کې دي.

که څه هم د خوست ځايي چارواکي او اوسیدونکي د ځاځي میدان د شېر پڼې په غره کې به ژورو او اوږدو درزونو کې د وروستیو بارانونو اغېز نه ردوي، خو وايي ممکن لاملونه يې له دې بیخي بیل وي.

په هغه وخت کې د پکتیکا په برمل او ګیان او د خوست په سپیره کې زلزله ځپلو هم د ځمکې په پیدا شویو درزونو کې د یو ډول ویرونکو غږونو خبره کوله.

XS
SM
MD
LG