د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د نجونو ښوونځي ړنګولو ضد مظاهره شوې ده


د مې پر ۱۱مه په وزیرستان کې د ړنګ شوي سکول زده کوونکې احتجاج کوي.
د مې پر ۱۱مه په وزیرستان کې د ړنګ شوي سکول زده کوونکې احتجاج کوي.

د شمالي وزيرستان په شوه کې د سکولونو زده کوونکو، استادانو او ځايي خلکو له حکومته غوښتي چې د سيمې د ښوونځیو حفاظت يقيني کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر اتمه په شوه کې د نجونو د ښوونځي وداني په بمي چاودنه کې ویجاړه شوه.

په ښوونځي کې د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مې پر ۱۱مه په شوه کې د احتجاجي لاریون تابیا پښتون ژغورنې غورځنګ کړې وه.

د غورځنګ يو مخکښ عيد رحمان وزير مشال راډيو ته وويل، حکومت دې د ماشومانو تعلیم ته جدي پام وکړي. "سلګونه زده کوونکې او د هغوی استادان راوتلي ول، له رياسته يې غوښتنه کوله چې د هغوی دې د ښوونځيو له تحفظ سره سره د خلکو ژوند او کار روزګار هم وژغوري. لاريونوالو وويل چې دوی نور له جنګونو ستړي شوي دي."

د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر روښانزېب د مې پر ۱۱مه مشال راډيو ته ويلي چې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د شوې د نجونو د شخصي ښوونځي د ويجاړولو په تور د نامعلومه وسلوالو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړې دي.

بل پلو د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مې پر ۱۰مه امر وکړ چې هغه سکول دې په سرکاري مصرف بیاورغول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG