د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوې ده


د انګور اډې لاره جنوبي وزیرستان له پکتیکا ولایت سره تړي - پخوانی انځور.
د انګور اډې لاره جنوبي وزیرستان له پکتیکا ولایت سره تړي - پخوانی انځور.

د کوز جنوبي وزیرستان چارواکي او اوسېدونکي وايي چې د انګور اډې لاره تر اووه ورځو بندېدو وروسته د خلکو تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

د انګور اډې او پکتیکا ترمینځ لاره د مارچ پر ۱۸مه د افغانستان پر خوست او پکتیا د پاکستان تر بمبارۍ او د دې په غبرګون کې د طالبانو او د پاکستان د حکومتي سرتېرو ترمینځ د نښتو له وجې تړل شوې وه او خلکو ورباندې پلی یا پیاده تګ راتګ نه شو کولای.

د هغې پېښې له وجې په کورمه کې د خرلڅیو او پکتیا لاره هم تړل شوې وه چې پینځه ورځې وروسته د دواړو خواوو د قبایلي مشرانو او سوداګرو ترمینځ تر مذاکراتو وروسته پرانیستل شوه.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې د انګور اډې لاره د مارچ پر ۲۵مه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره تر خبرو وروسته د خلکو تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

یو فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر مشال راډیو ته وویل د سیمې اوسېدونکي د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غواړي چې د خپلو اختلافاتو له وجې دې پر هغه لاره تګ راتګ نه اغېزمنوي.

په همدې حال کې په انګور اډه کې د ځايي خلکو او فعالانو د پرلت پینځه میاشتې پوره شوې.

په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.

دوی وايي چې پر هغه لاره د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

په سیمه کې د پرلت له وجې پر انګور اډې تجارت او نورې کاروباري چارې درېدلې دي.

د ناستې یو مشر جنت میر د مارچ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې تر هغو چې حکومت د پاسپورټ او ویزې له شرطه په شا شوي نه وي، احتجاج نه ختموي.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر محمد ناصر خان وايي چې د ناستې له ګډونوالو سره ځايي مشرانو په وسیله خبرو او جرګو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې مسله هواره شي.

د انګور اډې ترڅنګ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې ګڼو خلکو پرلت وهلی دی او وايي چې حکومت دې ورته د کندهار له سپین بولدک سره د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت وايي چې د پاسپورټ او ویزې له شرطه نه په شا کېږي او دا پرېکړه یې د امنیت ټینګښت او قاچاق د مخنیوي لپاره کړې ده.

XS
SM
MD
LG