د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممتاز زهرا: د بشام برید د پاکستان او چین د دوستۍ دښمنانو پلان کړی وو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅه. (انځور: ارشیف)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅه. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خیبر پښتونخوا په بشام کې د ترهګرۍ د برید ترسره کوونکیو، سهولت کارانو او هڅوونکیو خلاف به قانوني کارروايي کېږي.

دا خبره د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مارچ پر ۲۸مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال کړې ده.

نوموړې وړاندې وویل، دا برید د پاکستان او چین د دوستۍ د دښمنانو لخوا پلان شوی وو خو د دې په وینا، دغه هڅې به کامیابۍ ته نه پرېږدي.

نوموړې زیاته کړه چې د پاکستان او چین دواړه هیوادونه به پر سیپېک پروژه کار ته دوام ورکوي او خپلمنځي همکاري به زیاتوي.

په ځانمرګي برید کې د وژل شویو مړي د انتقالېدو پر مهال
په ځانمرګي برید کې د وژل شویو مړي د انتقالېدو پر مهال

ممتاز زهره بلوڅې زیاته کړه چې هیواد به یې هېڅ یوه طاقت ته اجازه ورنه کړي چې د چین او پاکستان اړیکې خرابې کړي.

بل پلو د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي هم د مارچ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیرعلي امین ګنډه پور سره په پېښور کې د ملاقات پر مهال ویلي چې د ترهګرۍ خلاف به دوی شریکه مبارزه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوېخبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملاقات پر مهال دواړو مشرانو د خیبر پښتونخوا صوبې د امن و امان پر صورتحال خبرې کړې دي.

دواړو په شانګله کې د هغه ځانمرګي برید په اړه خواشینې څرګنده کړې چې پنځه چینايي انجینیران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی پکې وژل شوي وو.

محسن نقوي او علي امین ګنډه پورویلي دي چې د ترهګرو خلاف به د استخباراتي رپورټونو پر اساس عملیات کېږي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په بشام کې پر چینايي انجینرانو د ځانمرګي برید د پلټنو لپاره د ګډې پلټنیزې ډلې جوړولو پرېکړه کړې وه.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې دا فیصله د مارچ پر ۲۷مه د وزیراعظم میا شهباز شریف په مشرۍ د امنیت په اړه په ځانګړې غونډه کې شوې چې پکې وفاقي وزیرانو، د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر، د څلور واړه صوبو اعلا وزیرانو، چیف یا لوړپوړو سېکرټرانو او د پولیسو مشرانو ګډون وکړ.

ده وویل، حکومت فیصله کړې چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د ټولو اړونده خواوو په همغږۍ تګلاره جوړه کړي.

د پاکستان حکومت دا فیصله تر هغې یوه ورځ وروسته کړې ده چې د شانګلې په بشام کې په برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. د هغه برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په بشام کې د شوې برید د ځای عکس
په بشام کې د شوې برید د ځای عکس

پر هم هغه ورځ چین له اسلام اباده د پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه. د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف تر حملې څو ساعته وروسته په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغی او هلته یې سفیر ته د پېښې د چټکو پلټنو ډاډ ورکړ.

د کوهستان په داسو سیمه کې د اوبو پر یو بند له تېرو څو کلونو راهیسې کار روان دی چې د جوړولو پر مهال پرې تر دې وړاندې هم بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۴مه هم په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس حمله شوې وه چې پکې د نهو چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپیک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په چینایانو بریدونه شوي دي او د یوشمېر حملو ذمه وارۍ بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې دي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې فعاله دي چې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او هلته د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې د پروژو پر چینايي کارکوونکو بریدونه کوي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې بلوڅ وسلوالو ډلو په بلوچستان او کراچۍ کې پر چينايي وګړو او ګټو څو ځلې حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG