د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لویه بدمرغي بې سوادي ده.ولسمشر کرزی


د افغانستان داستازانو دتربیت یا روزنې د موسسو څخه څه باندې شل زره کسان فارغ شوي دي چې له مخه یې په هېواد کې په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو فیصدي د ٣٠ نه ٣٦ ته لوړه شوېده د استازانو د فارغیدو په دې مراسمو کې ولسمشر حامد کرزى هم ونډه لرله اوپه خپله وينا كې یې د تعلیم او زدکړو په اهمیت رڼا واچوله.

حامد کرزي د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر هغه پيغام ته په خپل غبرګون کې هرکلی وويلو،چې پر ښوونځيو به بريدونه نكوي او د دې د عملي کېدو تمه يې وښوده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG