د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورنیو چارو وزارت ۵۰۰ پولیسان د پوځي روزنې لپاره ترکیې ته ولیږل


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پنځه سوه تنه پولیس د پوځي روزنې لپاره د ترکیې هیواد ته ولیږل.


د کورنیو چارو د وزارت اداري معین اکرام الدین یاور د نهې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل دغه ټول افغان پولیس به د روزنې په موخه د ترکیې هیواد سیواز ښار اکاډمۍ ته ولاړشی.

ښاغلي یاور زیاته کړه: له دې مخکې هم د ترکیې هیواد ته په درې دورو کې پولیسو د پوځي روزنې لپاره لیږل شوي دي. د نوموړي په اند له دې سره به د افغان پولیسو په پوځي برخه کي ظرفیت لوړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG