د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې دوه پاکستاني او يو افغان ځانمرګي بريد کوونکي نيول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې درې هغه کسان يې نیولي چې غوښتل یې په کابل ښار کې ځانمرګې بریدونه کړي.


د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش نن مشال راډيو ته وویل چې دا کسان د کابل ښار د څلورمې امنیتې حوزې سره نیول شوې دي. هغه زياته کړه:

″زموږ پولیس د ملي امنیت له کار کوونکو سره د کابل له څلورمې حوزې څخه یو کرولا موټر له پیژندلو وروسته پکې درې کسان نیولي چې دوه يې پاکستانیان دي او یو هم افغان دی چې د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی.″


نوموړي وویل چې له دو څخه د چاوديدونکو موادو واسکټونه هم ترلاسه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG