د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشرانو جرګې د امنیتي حالت په خرابیدو اندیښنه وښوده


د مشرانو جرګې غړي په هېواد کې د امنیتي وضعې په خرابیدو اندیښنه څرګنده کړه.


د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نن (سېشنبه) په عمومې غونډه کې وویل، چې په دې اړه به امنیتي چارواکي د دې جرګې یوې راتلونکې استجوابیه غونډې ته ور وغواړي.

د مشرانو جرګې غړي وویل، چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وژنو او سړي تښتوونو پیښې زیاتې شوي دي.

تیره اونۍ په کابل ښار کې د فواید عامي وزارت مرستیال هم وتښول شو، چې تر اوسه یې لادرک نه دی معلوم.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG