د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاکنو د لومړنیو پايلو اعلان دوه ورځي وځنډېد


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو اعلان چې ټاکل شوی و سبا وشي، دوه ورځې وځنډیده.


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور مشال راډيو ته وویل چې د ابتدایي نتیجو د اعلان د ځنډېدو علت دا دی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون غواړي چې د پنجشنبې پر ورځ یوه بله برخه ابتدایي نتیجې اعلان کړي.

تر اوسه د وري د شپاړسمې نیټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نژدې پنځوس فیصده ابتدایي نتیجې اعلان شوې دي چې عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴ فیصده رایې خپلې کړې دي او په ده پسې د اشرف غني احمدزي رایې زیاتې دي چې ۳۳ اعشاریه ۲فیصدو ته رسیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG