د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د کانګو وایرس له کبله د مړو شویو شمېر شپږ شو


په پېښور کې روغتیايي چارواکو نن مشال راډیو ته وویل چې پرون د کانګو په وایرس اخته یو ناروغ مړ شوی چې ورسره ددې وایرس له وجې د مړو شویو کسانو شمیره شپږو ته پورته شوه. پرون د حیات اباد په میډیکل کمپلیکس کې د وحید په نوم یو ناروغ له دې وایرسه مړ شو. د مشال راډیو خبریال د روغتیايي چارواکو په حواله وايي چې درې تنه نور په حیات اباد میډیکل کمپلیکس کې د کانګو د وایرس په شک کې داخل کړای شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG