د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مالېزیايۍ الوتکې پېښې ښکار شویو مړي خارکیف ته ورسول شول


د اوکراین په ختیځ کې د مالېزیايي (ملاېشیايي) الوتکې قربانیانو جسدونه په رېل ګاډي کې خارکیف ښار ته رسول شوي دي.

په اورګاډي کې یخچالونه (فرېجونه) دي چې پکې د وژل شویو ۲۸۰ جسدونه ایښودل شوي دي.

د الوتکې د پرېوتو په پېښه کې ۲۹۸ کسان وژل شوي ول.

خارکیف د اوکراین حکومت تر واک لاندې دی. دا مړي به له دې ځایه د هالینډ پلازمېنې امستردام ته وړل کېږي.

مالېزیايي الوتکه له امستردامه د مالېزیا (ملاېشیا) پلازمېنې کوالالمپور ته روانه وه چې د پېښې ښکار شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG