د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوی افغان حکومت به د ټولنې ټول عناصر ولري


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جېمز ډوبېنز وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو د رایو د پلټنو عمل په اړه یې له ولسمشر حامد کرزي، د انتخاباتو کمېسیون له چارواکو او د ولسمشرۍ له نوماندانو سره خبرې کړې دي.

ډوبېنز د سې شنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ټاکنیز بهیر کې ګډې ټولې خواوې غواړي دا عمل په راڼه او سپین ډول سر ته ورسېږي.

ده وویل، امریکا د افغانستان په انتخاباتي بهیر کې هېڅ لاسوهنه نه ده کړې.

د دویم پړاو د رایو د لومړنیو نتیجو تر اعلان وروسته د بحران په اړه ډوبېنز وویل، دوی دا فکر نه کوي چې د بحران د هواري لپاره امریکا د افغانستان په انتخاباتي عمل کې مداخله وکړه.

ده وویل، دوی د ولسمشرۍ د نوماندانو او د ولسمشر په بلنه کابل ته ورغلل.

ډوبېنز وویل، د دواړو نوماندانو تر منځ موافقې ولس ارامه کړ او ولس یې ملاتړ وکړ.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل، په افغانستان کې به د ګټونکي او بایلونکي په ګډون یو داسې حکومت جوړ شي چې پکې به د افغاني ټولنې ټول عناصر موجود وي.

دا مهال په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو د رایو پلټنو بهیر روان دی چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا ښايي تر درو اوونیو وخت ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG