د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې ۱۰۰۰ کیلوګرامه چوونکي توکي نیول شوي دي


د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډيو ته ویلي،د دې ولایت د ملي امنیت منسوبینو د سې شنبې پر ورځ ناوخته د کابل جلال اباد په لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو په سیمه کې د یوه کشفي راپور پر اساس په یوه هینو ډوله موټر کې زرکیلوګرامه امونیم نایتریت، چې په بمونو کې ترې کار اخیستل کیږي نیولي دي.

ځواک وايي له دې چوونکو توکو سره په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي، چې اوس ترې پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG