د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د خپلو رایو دفاع کوو”


په کابل کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم سلګونه غړي په یوه غونډه کې راټول شوي او وایي، چې د خپلو رایو دفاع کوي.

دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې له دې وړاندې دواړه کاندیدان د امریکا او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د یوه ملي حکومت په جوړیدو سیاسي جوړ جاړي ته رسیدلي ول.

د هغه جوړ جاړي له مخې دواړو کاندیدانو ژمنه کړې وه چې د رایو پلټنې له بشپړیدو وروسته به د انتخاباتو نتیجې مني.

که څه هم خپله عبدالله عبدالله تر اوسه دې غونډې ته وینا نه ده کړې، خو د پلویانو له خبرو یې داسې ښکاري، چې د پلټنې له بهیره راضي نه دي.

د افغانستان ولسمشرحامد کرزي او په کابل کې د امریکا سفیر وړاندې هیله ښودلې وه، چې د اګست تر وروستیو باید د انتخاباتو نتیجه معلومه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG