د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان یوه عدالت د یوه کس مرګ سزا ځنډوله


رپورټونه وايي، په پاکستان کې یوه عدالت د مرګ د سزا یوه مجرم ته د پانسۍ ورکول ځنډولي دي.

شعېب سرور ته په ۱۹۹۸ز کال کې د وژنو په تور د مرګ سزا اورول شوې وه او ټاکل شوې وه چې نن به په دار ځړول کېږي. که ده ته پانسي ورکړل شوې وای نو دا به په شپږو کلونو کې یوه ملکي مجرم ته د مرګ لومړۍ سزا وای. شعېب سرور دا مهال د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې دی. پاکستان له ۲۰۰۸ز کال راهیسې هېڅ ملکي مجرم ته د مرګ سزا نه ده ورکړې.

له هغه وخت راهیسې یوازې یوه پوځي سرتېري ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده. د بښنې نړیواله اداره – ایمنسټي انټرنیشنل – وايي، په پاکستان کې له ۸۰۰۰ زیات کسان د مرګ په خونو کې بندیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG