د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو ایجنسۍ کې د دویزو امن لښکر درې غړي وژل شوي


د مومندو ايجنسۍ د دويزو امن لښکر درې غړي په يوه بمي بريد کې وژل شوي دي.

د کوزو مومندو ايجنسۍ مرستيال پوليټکل ايجنټ نعيم خان نن د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې دغه پېښه بېګا هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې له ساپو سيمې څخه د دويزو پر لور د امن لښکريانو ګاډی په تیرېدو و چې د انځري ميګانو په سيمه کې پری د سړک غاړی بمي چاودنه وشوه.

بلخوا تيره شپه د باجوړ په واړه ماموندو سيمه کې قبايلي مشر معروف خان له بمي بريده بچ شوی دی.

د نوموړي ورور ملک تلاوت خان چې د يادې سيمې د امن لښکر مشر هم دی د شنبې پر ورځ له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وويل:

((حکومت نه دا ګیله دا دې چې له موږ سره مرسته نه کوي او کوم ځای کې د امن کمیتې غړي ووژل شي نو جنازې ته راځي او بس تر اوسه پورې حکومت له موږ سره څه نه دې کړي))

د من لښکريانو د وژنې پړه وسله والې ډلې جماعت الاحرار پر غاړه اخستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG