د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان حکومت به وتوانېږي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي”


هند وايي، ښايي د افغانستان نوی حکومت وتوانېږي چې د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد لا پیاوړې مبارزه وکړي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د هند وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، نرېندر مودي دا خبره د ملي یووالي حکومت له اجرایوي مشر عبدالله عبدالله سره د ټیلي فوني خبرو پر مهال وکړه.

مودي عبدالله ته د نوې دندې مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې نوی ډیلی به د افغانستان له ولس او نوي حکومت سره خپلو مرستو او همکارۍ ته دوام ورکړي.

تر دې یوه ورځ مخکې مودي ولسمشر اشرف غني ته ټیلي فون کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG