د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: ډرون برید درې وسله وال وژلي


د کونړ چارواکي وايې چې بېګا د بهرنیو ځواکونو د بې پلیوټه الوتکې په بمبار کې درې وسله وال طالبان وژل شوې دي.

د دې ولایت امنيې قومندان عبدلحبیب سید خیل مشال راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې د وسله والو طالبانو پر پټن ځایونو برید کړی.

له بلې خوا د کونړ چارواکي وايې چې په د انګام ولسوالۍ کې بېګا هم د پاکستان له خاورې 16 توغندي ویشتل شوې دي.

د کونړ امنیي قومندان عبدالحبیب سید خیل مشال راډيو ته وویل چې په دې توغندیزو بریدونو کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

نوموړي وویل چې د روان کال له پیل څخه تردې دمه نژدې 7 زره توغندي ویشتل شوې دي چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG