نن ماسپښین دوه بجې په خوست ښار کې په یوه بمي چاودنه کې د سپیرې ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان شیر احمد ووژل شو او درې ساتونکي يې ټپیان شول په دې پېښه کې د ښوونځي یو زده کوونکی هم ټپي شوی دی.
چاودنه د خوست ښار د پروژې باغ او میخانیک لیسې تر منځ ساحه کې په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوی ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوه.
د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو سلاکار بریالي روان مشال راډیو ته وویل، چې په خوست ښار کې بمي چاودنه هغه مهال د ریموټ کنټرول په واسطه رامنځته شوه، چې د پيښې د ځای څخه د سپیرې ولسوالۍ د امنیه قوماندان ګاډی تیری ده.
د خوست ولایت مقام د دې پيښې غندنه کړې، دا کار يې د سولې او پرمختګ د دښمنانو کار بللی او د خلکو څخه يې غوښتي چې د تروریستي پيښو په افشاء کولو کې خپلو امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي.
ولایت مقام کشفي ادارو ته هم دنده سپارلې، چې د پيښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
تر اوسه کوم چا د دې پيښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.