د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لومړی ځل په افغانستان کې یو پوځي بندي به امریکا ته د مقدمې لپاره انتقال شي


امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې یو پوځي بندي به امریکا ته د مقدمې لپاره انتقال کړي.

دا بندي په جنګي لقب اېرېک حمیدالله یادېږي او دی په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جګړې روسی پوځي دی چې وروسته طالبانو ته واوښت او په افغانستان کې پاتې شو.

دا کس په ۲۰۰۹ز کال کې نیول شوی وو او له هغه وخت راهیسې د بګرام په زندان کې دی.

د پنجشبنې پر ورځ امریکايي چارواکو وویل، پر حمید الله به د امریکا د وېرجینیا ایالت په فېډرالي عدالت کې د ترهګرۍ پر نامشخصو تورونو مقدمه چلېږي.

دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې پر نیول شوي یوه بهرني وسله وال به په امریکا کې مقدمه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG