د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: چاودنې ۱۰ تنه ولسي وګړي ټپيان کړل


د لغمان ولايت مطبوعاتي مسوول، سرحدي ځواک مشال راډيو ته وويل:نن (جمعه) سهار شا و خوا لس بجې د لغمان ولایت مرکز اړوند عصمت څلور لارې کې په يوه بایسکل پورې نښلول شوي مقناطسې بم د چاودنې له امله لس تنه ولسي وګړي ټپیان شوي چې د لغمان ولایت د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې لپاره استول شوي دي.
د یادې پيښې پړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG