د امریکا ولسمشر باراک اوباما او پاکستاني وزیراعظم نوازشریف د دواړو ملکونو ترمنځ د اړیکو پر اوسني حالت اطمینان څرګند کړی دی. دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یو خبر پاڼه کې کړېده.
خبرپاڼه لیکي چې ولسمشر باراک اوباما تېر ماښام نواز شریف ته ټلیفون وکړ او دواړو مشرانو د پاکستان او امریکا د اړیکو تر څنګ په سیمه کې پر بدلېدونکو حالاتو هم خبرې وکړې.
ولسمشر اوباما نواز شریف ته ویلي چې دی به د راتلونکي کال په جنوري میاشت کې د وزیراعظم نریندر مودي په بلنه هند ته سفر وکړي.
نواز شریف ولسمشر اوباما ته ویلي ، که دی چېري په راتلونکي کال کې پاکستان ته ورشي نو دوی به یې د ولس په استازیتوب هرکلی وکړي.
ولسمشر اوباما د نواز شریف مننه کړې خو ورته ویلي یې دي چې پاکستان ته به هغه وخت ورځي چې هلته حالات سم شي.