په اسلام اباد کې د شمالي وزیرستان د کډوالو د ستونزو په اړه د پښتنو سیاسي مشرانو یو ورځنۍ جرګه پیل شوې ده.
د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان جرګې ته د وینا پر مهال په قبایلي سیمو کې پر شوو او روانو پوځي عملیاتو نیوکې کړې دي.
مولانا فضل الرحمان ویلي ، دومره د وسله والو مجموعي شمېر نه دی لکه څومره چې یې د پاکستان پوځ هره ورځ د وژلو دعوې کوي.
دا جرګه د عوامي نشنل ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، قومي وطن پارټۍ او جمعیت علماء اسلام د مشرانو تر هغه غونډې وروسته رابلل شوې ده چې یوه اونۍ وړاندې شوې وه.