د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا په شوقدر کې امنيتي سرتيرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


د خیبر پښتونخوا د چارسدې په شوقدر کې بېګا (د جمعې په ماښام) د وسله والو نښتو پر مهال دوه وسله وال او دوه امنیتي عسکر وژل شوي دي.

دا نښتې د شوقدر په سرو کلي د تهاڼی په سیمه باډی کورونو کې د پولیسو او د ایف سی ځواکونو لخوا د شریکو عملیاتو پر مهال رامنځ ته شوي دي.تر دې پېښې وروسته په سیمه کې چاڼیز عملیات شوي چې ۱۴ مشکوک کسان پکې نیول شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې ویاند احسان الله احسان نن مشال راډیو تهویلي چې په دې برید کې یې دوه پاکستاني عسکر وژلي خو د خپلو ملګرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG