د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې دوولس وسلوال وژل شوي


د یکشنبې ورځې ناوخته د پکتیکا ولایت په خوشامند او وازیخواه ولسوالیو کې ۱۲ وسلوال وژل شوي دي.

د پکتیکا د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نهه وسلوال په خوشامند ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي او درې نور وسلوال د وازیخوا ولسوالۍ د ګواشتي په سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوشامند ولسوالۍ اړوند د نوې کلا د مامورخېلو په سیمه کې وسلوالو طالبانو د ملي پولیسو پرګزمه برید وکړ، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د وسلوالو د یو قوماندان په ګډون نهه وسلوال په کې ووژل شول.

په وژل شویو کې د ضیاالحق وفادار په نوم د وسلوالو یو قوماندان هم شامل دی.

په دې نښته کې یو پولیس هم وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی، خو ملکي وګړو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

هممدارنګه د پکتیکا ولایت د وازیخواه ولسوالۍ اړوند د ګواشتې په سیمه کې وسلوالو غوښتل چې د لارې په اوږدوکې ماینونه ځای پرځای کړي، خو د ګډوامنیتي ځواکونو له خوا پرې عملیات ترسره شوي، چې په کې درې وسلوالوژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت درې سرحدي ولسوالیو (وازیخواه ، تروې، وړممۍ) لارې، چې د ګوشتې په سیمه کې له نهو کلونورا په دیخوا د امنیتي ځواکونواو دولتي کارکوونکو پرمخ بنده وه، د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې خلاصه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG