د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند،فراه او هرات کې شپږ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي،په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په یو لړ عملیاتو کې شپږ وسله والوژلي او شپږ مشکوک کسان یې نیولي دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې چې په هېلمند، فراه او هرات ولایتونو کې وشول، د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی دی.

د یو بل خبر تر مخه د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزی وایي، په جلال اباد ښار کې نن (پنجشنبه) سهار د ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی.

د دې پېښې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG