د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې کډوالو خپلو کورونو ته د ستنولو اعلان


د خېبر پښتونخوا ګورنر مهتاب خان عباسي اعلان کړی چې د فبرورۍ له میاشتې به د باړې شاوخوا ۸۰ زره کډوالې کورنۍ خپلو کلیو او کورونو ته د ستنولو لړۍ پیل کړي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ګورنر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، حکومت به په پوځي عملیاتو کې د ورانو شویو یا زیانمنو شویو کورونو بیا ودانولو لپاره کډوالو ته پیسې هم ورکوي.

تر دې مخکې، په همدې اړه په ګورنر هاوس کې یوه غونډه وشوه. تر غونډې وروسته عباسي خبریالانو ته وویل، د باړې د کډوالو هرې کورنۍ ته به ۳۵ زره روپۍ د ټرانسپورټ او نورو لګښتونو لپاره ورکوي: کټ

ګورنر مهتاب خان عباسي زیاته کړه چې کورنیو ته د بینک کارډونو له لارې د مالي مرستو ورکولو نظام عملي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG