د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لغمان د خونړیو بریدونو د ککړو کسانو نیولو هڅې پیل شوي


افغان چارواکي وايي، په لغمان کې یې په پرونیو (پنجشنبه)خونړیو بریدونو کې د ککړو کسانو نیولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک بېګا مشال راډیو ته وویل، والي، امنیه قومندان او نورو امنیتي چارواکو ته په دې برخه کې د جدي اقداماتو سپارښتنه کړې ده

د تېرې پنجشنبې پر ورځ په لغمان کې په دوو بریدونو کې ۱۶ کسان ووژل شول چې پکې څلور پولیس او نور ملکي وګړي ول.

په بریدونو کې د درو پولیسو په ګډون ۳۶ کسان ژوبل هم شول. سرحدي ځواک زیاتوي، زیاته مرګ ژوبله په لومړۍ پېښه کې د وژل شویو د جنازې مراسمو پر مهال په ځانمرګې حمله کې وشوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG