د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې وکیلانو د هېواد په چارو کې د پوځ مداخلت وغانده


د پاکستان وکیلانو تنظیم پاکستان بار کونسل د هېواد په چارو کې د پوځ مداخلت غندلی دی او ویلي یې دي چې د ۲۱م اییني ترمیم ترمخه جوړ پوځي عدالتونه د بنیادي بشري حقونو خلاف دي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ټول پاکستان وکیلانو د غونډې پر مهال یو قرارداد منظور کړ چې پکې یې ۲۱م اییني ترمیم د اساسي بشري حقونو خلاف وګرځاوه او ویې ویل چې دا ترمیم له ایین سره په ټکر کې دی.

پرېکړه لیک د لاهور های کورټ بار مشر شفقت چوهان وړاندې کړ چې وکیلانو په غوڅ اکثریت منظور کړ.

وکیلانو پرېکړه وکړه چې هره پنجشنبه یا زیارت به د تورې ورځې په توګه لمانځي. دوی په خپلو ویناګانو کې پر پوځ، سیاسي ګوندونو او پارلېمان انتقاد وکړ چې ولې یې د پوځي عدالتونو جوړولو پرېکړه وکړه.

وکیلانو د رسنیو پر ازادۍ د بندیز په لړ کې د ټولو قوانینو د مخالفت هوډ وښود او غوښتنه یې وکړه چې په ملکي عدالتي نظام کې دې اصلاحات راوستل شي. د پاکستان پوځ یا حکومت د وکیلانو د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG