د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته په اوښتي سرزیان د پاکستان خپګان


د پاکستان حکومت په افغانستان کې د واورو ښویېدو په پېښو کې خلکو ته په اوښتو ځاني او مالي زیانونو سخت خپګان ښودلی.

د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو لپاره د پاکستان وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز له دفتره په یوه خپره شوې خپرپاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ ښودلو ترڅنګ د ممکنه مرستو اماده ګي ښودلې.

په افغانستان کی وروستیو واورو ښویېدنو تر ټولو ډیر د سر زیان په پنجشېر کی اړولی چې د سرپرست والي په وینا شمېر یې تر ۲۰۰ رسېدلی دی.

همدارنګه په نورستان کې هم د واورې ښویدو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG