د برشور سیمې چیرمین عبدالولي کاکړ بېګا مشال راډیو ته وویل، سیمې ته لا هم د واکسینو لپاره د روغتیايي ادارې ټیمونه نه دي ورغلي.
دی زیاتوي، هلته یو شمېر ماشومان شري نیولي دي. د یوه بل خبر تر مخه په کلا عبدالله کې یوه دوه کلنه ماشومه ګوزڼ وهلې ده.
د سیمې مرستیال کمېشنر محمد نعیم بازيي بېګا ناوخته مشال راډيو ته وویل، د نجلۍ نوم حنیفه بي بي دی او ځکه د پولیو په رنځ اخته شوې چې کورنۍ یې ورته د ناروغۍ مخنیوي واکسیني څاڅکي نه ورکول.
سږکال دا په بلوچستان کې د پولیو دویمه او په پاکستان کې ۱۱مه پېښه ده چې ثبت شوې.