د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنو چارو وزیر له روسي او ایراني سیالانو سره لیدلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به د راتلونکې میاشت پر دویمه په سوېټزرلینډ کې له خپل روسي او ایراني سیالانو سره ګوري.

کیري به د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سېرګې لاوروف سره د اوکراین بحران په اړه خبرې کوي. دا ملاقات په داسې حال کې کېږي چې یو څو ورځې مخکې کیري پر روسیو چارواکو تور پورې کړ چې مسکو په ختیز اوکراین کې د روسي پلویو بېلتونپالو ملاتړ په اړه ورته ((مخامخ سپین درواغ)) ویلي.

کیري به په جینیوا کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د لوړې سطحې غونډې ته هم وینا وکړي. تر دې وروسته به دی د سوېټزرلینډ په یوه وړوکي ښار مونتره کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره وګوري او ورسره به پر هغه هېواد د اقتصادي بندیزونو نرمولو په بدل کې د تهران لانجمن اټومي پروګرام محدودولو په اړه خبرې وکړي. ایران او د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه پر همدې موضوع خبرې کوي چې د مارچ تر پایه لنډمهالي تړون ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG