د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: اته تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مسوول ادريس مومند مشال راډيو ته د سیشنبې په ورځ وویل:

بېګا شپه یوولس بجې د مومند درې ولسوالۍ د ډکې په سيمه کې د دولت وسله والو مخالفینو د سرحدي پولیسو پر پوسته بريد وکړ چې دغې نښتې دوه ساعته دوام وکړ چې په نتیجه کې يې درې تنه وسله وال ووژل شول او پینځه نور يې تپیان شول.
وسله والو طالبانو د دې پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG