د کابل بانک د قضیې د څیړونکې ډلې غړي وايي، د محاکمو د پریکړې له اعلان وروسته، د کابل بانک له لویو پوروړیو څخه شپږو کسانو ژمنه ورکړې چې خپل پورونه به پرې کړي.
دې ډلې دا څرګندونې له ولسمشرغني سره د سېشنبې پر ورځ په لیدنه کې کړي دي.
له ارګه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د کابل بانک د قضیې د څیړونکې ډلې د غړیو له خولې ویل شوي دا شپږ کسان تر ۷۲ میلونو ډالرو زیات پوروړي دي.
ولسمشر غني یو وار بیا ټینګار کړی چې د یو روښانه ویش له مخې دې د کابل بانګ له پوروړو د خلکو د پیسو په بیرته ترلاسه کولو کې جدي هڅې وشي.
ولسمشر غني واک ته له رسیدو سمدستي وروسته د کابل بانک د پوروړو قضیه چې د تیر ولسمشر حامد کرزي په دوره کې رامنځ ته شوې وه بیرته پرانیسته او په دې برخه کې یې د جدي اقداماتو ژمنه وکړه.