د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د ماین پاکۍ ادارې د کارونو په اړه وضاحت غواړي


ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د ماین پاکۍ له نړیوالو ادارو غوښتي چې د خپل کار د څرنګوالي او د خپلو کاري پروګرامونو د عملي کیدو وخت په اړه دې وضاحت ورکړي.

ولسمشر غني چې د سېشبنې پر ورځ په ارګ د ماین پاکۍ د موسسو له کورنیو او بهرنیو چارواکو سره خبرې کولې، هغوی ته وویل چې د ماین پاکۍ په برخه کې دې په دې موسسو کې د افغان ظرفیتونو د لوړیدو چاره د خبرو پر ځای عملي بڼه خپله کړي.

له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشرد ماین پاکۍ د موسسوله چارواکو وغوښتل چې د یوې ټاکلې مودې لپاره یو روښانه پروګرام جوړکړي چې له مخې یې د ماین پاکۍ په برخه کې د افغانانو روزنه چټکه او پر بهرنیو کارکونکو اتکا کمه شي.

افغانستان یوله هغو هېوادونو دی چېرې چې د جګړې له کبله ډیرې مځکې پرماینونو او ناچاودو مهماتو پوښلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG