د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګې ته ۱۶ نوماند وزیران معرفي شول


د ولسمشر غني دویم مرستیال سروردانش د کابینې پاته شپاړس کاندید وزیران د باور رایو د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.

ښاغلي دانش ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د معرفي کولو پرمهال وویل چې د کابیني په بشپړیدو سره به په حکومتي ادارو کې موجوده نیمکړتیاوې لیرې شي:

″ستاسو محترمو وکیلانو څخه زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې وضعیت حساست په پاملرنې سره د خلکو ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره نن دغه کاندیدان چې تاسو ته معرفي کیږي د اساسي قانون او د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې چې څومره ژر وي د باور رایه ورکړي.″

ولسي جرګې ته د باور رایو د ترلاسه کولو په هدف د معرفي شووکاندید وزیرانو په لست کې د دفاع وزارت کاندید نه لیدل کیږي.

د ولسي جرګې ځانګړي کمیسیونونه تر یوې اوونې پورې وخت لري څو د معرفي شوو کاندید وزیرانو اسناد وڅیړي.

تر دامهاله معلومه نه ده چې ولسي جرګه به یادو کاندید وزیرانوته د رایو ورکولو بهیر کله پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG