د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي ځواکونه د تکریت مرکزته رسیدلي


عراقي چارواکي وايي، ځواکونه یې د تکریت مرکزته رسیدلي دي.دوی تردې مخکې د تکریت جنوبي او لویدیځې برخې د اسلامي دولت له وسله والو نیولې وي.

د سېشنبې پر ورځ د عراق وزيراعظم حیدرالعبادي وویل،امنیتي ځواکونه د ټول ښار د مرکز پر لوري مخکې روان دي. تکریت د بغداد په شمال کې پروت دی.

عبادي د دې پرمختګ امتیازد عراق پوځ او پولیسوته ورکړ چې د عراق او د امریکا د متحده ایالاتو د هوايي ځواک او شیعه ملیشه ډلو له خوا یې ملاتړ کیږي.

نوموړي وروسته په خپل ټویټرکې له داعشه د تکریت نیول کیدل اعلان کړل، خو راپورونه وايي چې د ښار د ډیرو برخو د نیولو لپاره لاهم جګړه روانه ده.

ویل کیږي شیعه ملیشه ځواکونه هم وروسته له هغې چې تیره اونۍ یې د عراق له حکومت او امریکا سره په دې جګړې د ایران د رول په اړه د اختلاف له کبله پوځي عملیات درولي وو، بیرته د جګړې ډګرته ستانه شوي دي.

داعش وسله والو د تیرجون په میاشت کې تکریت له عراقي ځواکونو نیولی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG