د پاکستان وزيراعظم نوازشريف په خېبر پښتونخوا کې له وروستيو بارانونو او توپاني سیلیو له ځپلو کورنيوو سره د مالي مرستو اعلان کړی دی او د صوبې ګورنر سرداد مهتاب عباسي پر اغېزمنو سيمو ګرځېدلی دی.
د نوموړي له دفتره په نننۍ «سېشنبه» خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوو کسانو ته به پنځه لکه او هر زخمي ته به پنځوس زره روپۍ ورکوي.
پرون دوشنبه د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مشتاق غني خبريالانو ته وويل چې د صوبې په بېلابېلو سيمو کې له وروستيو بارانونو او توپاني سیلیو خوا او شا ۴۵ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زخميان شوي دي.