د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د افغانستان پر حالاتو نړیوال کنفرانس رابولي


ټاکل شوې چې په مسکو کې د افغانستان د حالاتو په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د انټرفاکس په حواله، د روسیې د دفاع وزیر پرون [سه شنبه] ویلي چې دا نړیواله غونډه د اکټوبر په میاشت کې، د شانګهای د همکاریو د سازمان په مرسته جوړیږي.

انټرفاکس د روسیې د دفاع وزیر په حواله لیکلي:

((په افغانستان روان حالات زموږ لپاره د شدیدې اندیښنې وړ دي.))

سرګې شویګو ویلي،په دې نړېوال کنفرانس کې به د شانګهای د غړو هېوادو لوی درستیزان ګډون کوي او د افغانستان د وضعیت پر پوځي اړخ به خبرې وکړي.

داسې ټاکل شوې چې د مسکو غونډې ته به د افغانستان د ټولو ګاونډیو استازي هم ور وبلل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG